کد مطلب: ۶۶۶۲۶۰
۱۰ مرداد ۱۴۰۳ - ۱۲:۳۱

اسماعیل هنیه او د هغه یو ساتونکی په تهران کښې شهیدان شول

سپاه د عامه اړیکو مرکزی برخې په یوې خبرتیا کښې په تهران کښې د حماس د سیاسی دفتر د مشر اسماعیل هنیه او د هغه د یو ساتونکی د استوګنې په ځاې باندې په حمله کښې د هغوی د شهادت خبر ورکړ.

به گزارش مجله خبری نگار،  د اسلامی انقلاب د سپاهِ پاسداران عامه اړیکو په یوې خبرپاڼې کښې وویل: د حماس د سیاسی دفتر مشر ډاکټر اسماعیل هنیه او د هغه یو ساتونکی په تهران کښې د هغوی د استوګنې په ځاې باندې په شوی برید کښې شهیدان شول.

دغې خبرتیا متن په دا ډول دی: 
بسم الله الرحمن الرحیم
انا لله و انا الیه راجعون

فلسطین اتل ولس او اسلامی امنت او د مقاومت جبهې جنګیالیو او د ایران شریف ولس ته د تسلیت په ویلو سره، تیره شپه (چهارشنبه) په تهران کښې د حماس د اسلامی مقاومت د غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر ښاغلی ډاکټر اسماعیل هنیه د پاتې کیدو په ځاې باندې حمله وشوه چې له امله یې، هغه ا و د هغه یو ساتونکی په شهادت ورسیدل.

دې پیښې علت او اړخونه څیړل کیږی او نتایج به یې وروسته خپاره شی.

اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د عامه اړیکو مرکز

برچسب ها: تسلیت
ارسال نظرات
قوانین ارسال نظر